د کرنې وزارت د ځنګلونو چارو د تنظیم نوی رییس معرفي شو
۱۴ زمری ۱۴۰۳ه.ش
۲۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د کرنې وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم پر بنسټ ملا سراج الحق میرویس ذاکري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلونو چارو د تنظیم د رییس په توګه تر ګمارنې وروسته ددې وزارت د مالي او اداري مرستیال له خوا د یاد ریاست کارکوونکو ته ورپېژندل شو.
دهغه پروګرام په ترڅ کې، چې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند حاجي سالم او د کرنې وزارت د یو شمېر رییسانو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوې وه، ملا سراج الحق میرویس ذاکري د ځنګلونو چارو د تنظیم د نوي رییس په توګه رسماً معرفي او خپل کار یې پیل کړ.
ملا سراج الحق میرویس ذاکري تر دې وړاندې د پکتیا د عامې روغتیا رییس او د هلمند ولایت د مستوفیت د مالي آمر په توګه دندې ترسره کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې محمد امان امانیار دکرنې وزارت د ځنګلونو چارو د تنظیم درییس په توګه دنده ترسره کوله.
معرفی رییس تنظیم امور جنگلات
۱۴ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا سراج الحق میرویس ذاکری به اساس پیشنهاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و منظوری مقام ریاست الوزرا امارت اسلامی افغانستان به حیث رییس تنظیم امور جنگلات وزارت زراعت تعین و به کارش آغاز کرد.
طی برنامهای با حضور ملا آغاجان آخند « حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت و شماری از روئسا و کارمندان بخشهای مختلف وزارت زراعت ملا سراج الحق میرویس ذاکری به حیث رییس تنظیم امور جنگلات وزارت زراعت تعین و به کارمندان آن اداره معرفی شد.
موصوف پیش از این به صفت رییس صحت عامه ولایت پکتیا و آمر مالی مستوفیت ولایت هلمند ایفای وظیفه کرده است.
این در حالی است که پیش از این محمد امان امانیار به حیث رییس تنظیم امور جنگلا ایفای وظیفه میکرد.