د کرنیزې پرمختیا صندوق او د افغانستان اکسس مالي مؤسسې مدیره پلاوی تر منځ ناسته ترسره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۹:۱۲
د کرنیزې پرمختیا صندوق او د افغانستان اکسس مالي مؤسسې مدیره پلاوی تر منځ ناسته ترسره شوه

د کرنیزې پرمختیا صندوق او د افغانستان اکسس مالي مؤسسې مدیره پلاوي تر منځ  د کرنیزې پرمختیا صندوق اجرائیوي رییس انجنیر عبدالغفور غفاري په مشرۍ ناسته ترسره شوه.
په یاده ناسته کې دهېواد د کروندګرو او کرنیزو متشبثینو د لا ملاتړ او د هېواد کرنیز سکتور د ودې او پراختیا په موخه د  یادې مالي مؤسسې مدیره پلاوي له لوري د اسلامي تمویل د ترلاسه کولو غوښتنه وشوه، چې د یو لړ خبرو اترو او د نظرونو د تبادله کولو څخه وروسته د کرنیزې پرمختیا صندوق لوری د یادې مؤسسې  له خوا  د اسلامي مالي تمویل د غوښتنې په هکله چمتووالی څرګند کړ، ترڅو دغه یاده مالي مؤسسه  د مالي منځګړي په توګه د هوکړې سره سم کروندګرو او د کرنې او مالدارۍ بېلابېلو برخو متشبثینو ته چې په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول په کرنیزو چارو کې ښکیل دي اسلامي تمویلات وړاندې کړي.
اکسوس د کوچني اسلامي تمویلاتو خورا اغېزمن چوپړونه رامنځته او چمتو کوي او د خپلو پېرودونکو دوامداره معیشت ته وده ورکوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۶:۲۱
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ د بودیجې غونډه دائره شوه 

۱۰ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ، د مرستیالۍ تر چتر لاندي ریاستونو د رئیسانو په حضور کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۵:۳۰
Background image

کامدېش ته د نورستان دکرنې رییس سفر 

۱۰ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شیر آقا پیر( حبیب الرحمن) په داسې حال کې، چې د کرنیزو چارو آمر محمد حنیف افغان، د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۵:۱۲
Background image

ننګرهار کې د نږدې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د بڼوالۍ توکي ووېشل شو

۱۰ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه موسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دمخدره توکو سره د مبارزې. . .

بازگشت