د هلمند واشېر کې بزګرانو ته روزنیز پروګرام په لاره واچول شو
![د هلمند واشېر کې بزګرانو ته روزنیز پروګرام په لاره واچول شو](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-05/img-20240526-wa0221.jpg)
۶ غبرګولی ۱۴۰۳ه.ش
۱۷ ذوالقعده ۱۴۴۵ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د واشېر ولسوالی کرنیزو خدمتونو مسؤلینو له لوري ګڼو بزګرو ته د غنمو حاصلاتو راټولولو په هکله روزنیز پروګرام په لاره اچول شوې وه.
د یاد روزنیز پروګرام په ترڅ کې بزګرانو ته د غنمو حاصلاتو راټولولو، د ضایعاتو مخنیوی، طبقه بندي او بازار ته د حاصلاتو وړاندې کولو په برخه کې کې لازمې سپارښتنې وشوې.
ددې پروګرام موخه د بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې میکانیزه کرکیلې ته زمینه برابرول دي.