د هلمند نهرسراج کې لسګونه جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوه
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې چارې کړندي شوي دي.
د دوی په خبره په دې برخه کې د هلو ځلو په ترڅ کې د هلمند ولایت د نهرسراج په ولسوالی کی۱۵۵ جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوه.
دهلمند دکرنې ریاست وایي، چې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لومړیتوبونو څخه دی، چې ټولې غصب شوې ځمکې د چارواکو له تایید او حکم وروسته بېرته راګرځول کېږي.