کابل کې لسګونو مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو او درملو مرسته وشوه
د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د چهارآسیاب ولسوالی ۴۰ مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو او درملو مرسته وشوه.
د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې مرستې په ترڅ کې پر یادو مالدارانو د څارویو متوازن خوراکي توکي او ترڅنګ یې د څارویو د چنجیو او کنو ضد درمل وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه د مالدارانو ملاتړ، د څارویو د ناروغیو مخنیوی او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.