هلمند کې د سلګونو جریبه ځمکو د غصب مخه ونیول شوه
٢۷ وری ۱۴۰۳ه.ش
۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه.ق
هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي د هلو ځلو په ترڅ کې د سلګونو جریبه ځمکو د غصب مخه نیول شوی دی.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی له خوا ددې ولایت به ناوې او مارجې ولسوالیو کې د سلګونه جریبه آمارتي ځمکو د غصب مخه نیول شوی دی.
باید وویل شي، هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.