میدان ورګو کې څارویو ته د داخلي چنجیو ضد درمل ورکولو کمپاین پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۱:۳۳
میدان ورګو کې څارویو ته د داخلي چنجیو ضد درمل ورکولو کمپاین پیل شو

د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په مالي همکارۍ ددې ولایت په مرکز او ګڼو ولسوالیو کې څارویو ته د داخلي چینجیود مخنیوي اودرملنې په پار د چنجیوضد درملو تطبیق لړۍ پیل شوې ده.
ددې کمپاین په ترڅ کې به ددې ولایت زرګونو لویو او وړو شخوند وهوونکو څارویو ته دداخلي چینجیوضد درمل، د وترنری سیمه ایزو واحدونو په همکارۍ پلي شي.
ددې کمپاین موخه په دې ولایت کې د څارویو د ناروغیو مخنیوی،  د محصولاتو زیاتوالي، د څارویو د مړینې د کچې ټیټول او د مالدارانو د عایدو لوړول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۱۶
Background image

د کرنې وزارت څلور رییسان په نویو بستونو وګومارل شول


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څلور تنه رییسان له خپلو پخوانیو بستونو څخه تبدیل او په نویو دندو تر ګمارنې وروسته اړوندو کارکوونکو ته ور. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۱۲
Background image

د خوړو خوندیتوب اسلامي ادارې په اوومه عمومي غونډه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

 

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان په استازیتوب د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۶
Background image

د کندهار کرنې ریاست: د شاتو مچیو روزنه د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره مهم ګام دی


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوال سازمان (یوان‌اوډي‌سي). . .

بازگشت