د غزني زرغونتیا په پار زرګونه نیالګي ووېشل شوه
![د غزني زرغونتیا په پار زرګونه نیالګي ووېشل شوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-04/whatsapp_image_2024-04-07_at_13.19.16_1d8408b0.jpg)
د غزني ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د زرغونتیا او سمسور تیا په پار د ۱۴۰۳ یم کال د نیالګیو پسرلني کمپاین په ترڅ کې د غزني دکرنې ریاست له خوا زرګونه نیالګي په خلکو او بزګرانو وېشل شوي دي.
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ادریس حنیف وویل، چې په وېشل شویو نيالګيو کې ډول ډول نیالګي لکه:مڼه، ناجو، زردالو، چينار او بادام شامل دي.
ددغو نیالګیو د وېش موخه د هېواد او په ځانګړې توګه د غزني ولایت ښکلا او سمسور تیا ته زمینه برابرول دي.