خوست کې سلګونه مالداران ورزول شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۰:۵۰
خوست کې سلګونه مالداران ورزول شول

۱۸ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د مالدارانو ستونزو ته د رسېدنې او د څارویو د ناروغیو د مخنیوي په پار د بېلابېلو ناروغیو د واکسینونو پلي کولو ترڅنګ د واکسینونو په هکله مالدارانو ته د عامه پوهاوی پروګرام پیل کړی دی.
د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې لړۍ په ترڅ کې د مرکز اړوند لکڼو او شمل کلیو کې سلګونه څاروي واکسین او ترڅنګ یې مالدارانو ته د څارویو روزنې او واکسینونو په هکله عامه پوهاوی ورکړل شوي دي.
 ددې پروګرام موخه د مالدارانو ملاتړ، د څارویو د ناروغیو د کچې ټیټول او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۳
Background image

کندهار کې د کرنیزو درملو د قاچاق مخه ونیول شوه؛ ۱۵ کارټنه ناقانونه مواد ضبط شول

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې د باغ‌پُل په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار کندز ته د تخنیکي پلاوي سفر

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۶
Background image

د خوست نادرشاه کوټ کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت