هلمند ولایت کې د غنمو سلګونه جریبه اصلاح شویو تخمونو له کروندو څخه څارنه وشوه 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۲:۰
هلمند ولایت کې د غنمو سلګونه جریبه اصلاح شویو تخمونو له کروندو څخه څارنه وشوه 

۱۶ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
هلمند کې د اصلاح شویو تخمونو د کروندو د څارنې په لړ کې، ددې ولایت دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍریاست لخوا، سوېل لویدیځ زون د اصلاح شویو تخمونو تصدیق ورکولو  امریت د مسلکي کارکوونکو له لوري د اصلاح شویو تخمونو خصوصي شرکت ٩٦٥ جریبه، هلمند مثمر شرکت د غنمو له ٢٥٢ جریبه او داصلاح شویو تخونو دولتي شرکت ٣٢٤ جریبه  کروندو څخه څارنه وشوه.
دغه څارنه په ناوې او مارجې ولسوالیو کې د هغو کروندو څخه ترسره شوه، چې سږکال د هلمند ولایت کرنې ریاست له لورې دوی ته اصلاح شوي تخمونه په واک کې ورکړل شوي دي، ترڅو هغه په خپلو ځمکو کې وکري او بیا یې د ځانګړو پړاوونو له بشپړو وروسته اصلاح شوي تخمونه ترې ترلاسه کړي.
دهلمند ولایت کرنې ریاست مامورینو لخوا دغو بزګرو ته د څارنې پر مهال په بېلابېلو برخو کې د ښو تخمونو لاسته راوړلو په موخه لازمې لارښؤنې وشوې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت