د پکتیا شواک کې پر سلګونو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوې
۱۱ وری ۱۴۰۳ه.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د شواک ولسوالی پر ۴۰۰ مالدارو کورنیو د څارویو د خوراکي توکو ترڅنګ د شفتلو تخم او منرال بلاک وېشل شوي دي.
د چاراکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې د شواک ولسوالی پر ۴۰۰ مستحقو مالدارانو د دوی د څارویو د سالمې تغذیې او خوندیتوب په پار کنجاړه، د شفتلو تخم او منرال بلاک وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه د مالدارنو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.