د میدان وردګو دایمیرداد کې حیواني او کرنیزو درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۱۰:۴۱
د میدان وردګو دایمیرداد کې حیواني او کرنیزو درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه

۱۱ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې په غیر مسلکي ډول د حیواني او کرنیزو درملو د پېر او پلور مخنیوئی کمپاین په دوام ددې ولایت د دایمیرداد ولسوالی له ګڼو درمل پلورنځیو څارنه ترسره شوه.
د یاد کمپاین پر مهال هټوالو ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت  مقام لخوا په هېواد کې د کرنیزې او حیواني درملو د پېر او پلور لپاره ځانګړې کړنلاره تشریح شو.
دیادولو وړ ده، چې ددې پروسې موخه پر بزګرو او مالدارو بې کیفیته، تر وخت تېر او بیله رسمي جواز لیک څخه حیواني او کرنیز درمل ونه پلورل شي، همدارنګه یاد درمل باید د خوراکي توکو او ګڼې ګوڼې له سیمو لیرې ووسي ترڅو عامو خلکو ته یې زیان ونه رسېږي.
بل خوا د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست له خوا د دایمیرداد په ولسوالی کې د غیر مثمر زینتي نیالګیو د کېښنولو کمپاین هم پیل شوی دی. 
د چارواکو په خبره ددې کمپاین په ترڅ کې د دایمیرداد ولسوالی په دیني مدرسو، ښوونځیو او کلینیکونو کې زینتي کېنول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې ولایت کې د ۱۴۰۳ یم کال د نیالګیو کېنولو پسرلني کمپاین موده مخکې پیل شوې وه، چې ورسره به په دې ولایت کې زرګونه میوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېنول شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت