ننګرهار کې پر زرګونو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۱
ننګرهار کې پر زرګونو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي 

۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد د اکشن اېډ مؤسسې او هلال هډ،ا کرنیز شرکت چارواکو سره په کتنه کې د یادو مؤسسو د روانو او ترسره شویو کړنو په اړه خبرې اترې وکړې
په دې کتنه کې د اکشن اېډ مؤسسې مسوول عبدالواسع حنفي د اکشن اېډمؤسسې د ترسره کړو، روانو او راتلونکي کړنو په تړاو د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سره معلومات شریک کړل.
ښاغلي حنیفي وویل دوی په ننګرهار کې کورنیو ته د مرخېړیو سپورونه، بزګرانو ته د سویابینو تخمونه، کیمیاوی سرې، متراکمه حیواني خوراکه، وړې شنې خونې او د شاتو مچیو صندوقونه پر بزګرانو ویشلي او ۲۷۵۰ کسانو ته دکار په مقابل کې د نغدو پیسو د کار لړۍ روانه ده.
نوموړي زیاته کړه په نږدې ورځو کې د بټي کوټ، رودات، کوټ او شینوارو ولسوالېو  ۲۴۰۰ مالدارانو ته د حیواني خوراکې ویش په پار سروي پیلوي.
دغه راز د هلال هډوال کرنیز شرکت د ختیځ زون مسؤول ډاکتر عبدالغفار لودین په ننګرهار کې غله جاتو، سبو هایبرایډ تخمونو تولید،  د غنمو کرل شویو کروندو د غوره حالت او ښو تخمونو تولید او تکثیر په موخه دفني همکاریو غوښتنه وکړه.

 په همدې حال کې د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد راغلو مسؤلینو ته په کارونو کې روڼتیا، د مستحقو مالدارانو ټاکلو ترڅنګ د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت