میدان وردګو کې سلګونو کورنیو سره د مرستې په پار سروې ترسره شوه
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د دایمیرداد او نرخ په ولسوالیو کې کروندګرو کورنیو سره د مرستې په موخه سروې ترسره شوه.
د میدان وردګو ولایت د چاروکو په خبره د یادو ولسوالیو پر سلګونو کورنیو د کورنیو باغچو اړونده توکي، د سبو اصلاح شوي تخمونه او کرنیزې توکي وېشل کېږي.
دغه مرستې د مسلکي روزنې او بیارغونې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ترسره کېږي، چې موخه یې د بزګرانو ملاتړ او د کرنې ودې او میکانیزې ته زمینه برابرول دي.