د مرابحې په بڼه د اسلامي چوپړتیاوو ۷۰ میلیونه افغانۍ ورکړه ومنل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۳:۵۵
د مرابحې په بڼه د اسلامي چوپړتیاوو ۷۰ میلیونه افغانۍ ورکړه ومنل شوه

۸ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې په موخه د مرابحې په بڼه د اسلامي مالي خدمتونو  ۷۰ میلیونه افغانیو د ورکړې طرحه د کرنې د پراختیا صندوق د مدیره پلاوي په غونډه کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ جوړه شوې وه ومنل شوه.
د کرنې د پراختیا صندوق د مدیره پلاوی غونډه د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال  مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ او د کرنې د پراختیا صندوق د مسوولینو په حضور کې، د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې لپاره د مرابحې په بڼه د ۷۰ میلیونو افغانیو د ورکړې د څرنګوالي په موخه دائره شوه، چې په دې غونډه کې  د غوښتونکو د غوښتنې په پام کې نیولو سره، متقاضي شرکت ته د اسلامي مالي خدمتونو له لارې د ۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پور ورکړه منل شوه.
په دې غونډه کې دکرنې دپراختيا صندوق رييس انجنير عبدالغفور غفاري، د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رييس مولوي ذاکرالله ذاکر، د مرستیالۍ سلاکار مولوي ګل حضرت او مالي کارپوهانو هم شتون درلود.
دا اسلامي مالي خدمتونه د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ او د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا لپاره د ټاکل شويو معیارونو سره سم غوښتونکو لپاره ورکول کېږي.

پرداخت  مبلغ ۷۰ میلیون افغانی خدمات مالی اسلامی به شکل مرابح منظور شد
۸ حمل ۱۴۰۳ هـ.ش
پرداخت مبلغ ۷۰ میلیون افغانی خدمات مالی اسلامی به شکل مرابحه جهت سرمایه گذاری در سکتور زراعت و مالداری در جلسه‌ هیئت مدیره صندوق انکشاف زراعت که در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری دایر شد بود منظور شد.
جلسه‌ هیئت مدیره صندوق انکشاف زراعت تحت سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت و با حضور مسوولان صندوق انکشاف زراعتی به منظور بررسی چگونگی  پرداخت  ۷۰ میلیون افغانی پول به شکل مرابحه جهت سرمایه‌گزاری در بخش زراعت و مالداری برگزار شد که در این جلسه پس از ملاحظه درخواست متقاضی‌ها پرداخت ۷۰ میلیون افغانی خدمات مالی اسلامی به شکل مرابح به یکی از شرکت‌های متقاضی منظور گردید.
در این جلسه انجینر عبدالغفور غفاری رئیس هیأت عامل صندوق انکشاف زراعت (ADF)، مولوی ذاکرالله‌ ذاکر رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی، مولوی گل‌ حضرت مشاور معینیت و متخصصان مالی حضور داشتند.
این خدمات مالی اسلامی به منظور  حمایت از دهقانان و مالدار و رشد و انکشاف سکتور زراعت و مالداری برای متقاضیان طبق معیار های تعین شده پرداخت می گردد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۳
Background image

کندهار کې د کرنیزو درملو د قاچاق مخه ونیول شوه؛ ۱۵ کارټنه ناقانونه مواد ضبط شول

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې د باغ‌پُل په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار کندز ته د تخنیکي پلاوي سفر

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۶
Background image

د خوست نادرشاه کوټ کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت