د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بامیان ولایت د کچالو او لوبیا د کوپراتیفونو له غړو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۱۳:۲
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بامیان ولایت د کچالو او لوبیا د کوپراتیفونو له غړو سره وکتل

۵ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني نن د خپل کار په دفتر کې د بامیان ولایت د کچالو او لوبیا د بزګرانو د ټولنې له یو شمېر غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې د دغو دوو ټولنو غړو د کرنې او مالدارۍ له مرستیال سره د کرنیزو پورونو او د لوړ کیفیت کرنیزو تخمونو د تولید په اړه خپلې ستونزې او اړتیاوې مطرح کړل او ورته د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال اړوندو ریاستونو ته لارښوونه وکړه، چې د بامیانو ولایت د کچالو او لوبیا د کوپراتیفونو د غړو د وړاندیزونو په پام کې نیولو سره په دې برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.

دیدار معین زراعت و مالداری با اعضای کوپراتیف‌های کچالو و لوبیای ولایت بامیان
۵ حمل ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدارعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امروز در دفتر کارش با شماری  از اعضای اتحادیه کچالو و لوبیا کاران ولایت بامیان دیدار نمود.
در این دیدار اعضای این دو اتحادیه مشکلات و نیازمندی‌های خویش را در مورد قرضه‌های زراعتی و تولید  تخم باکیفیت با معین زراعت و مالداری در میان گذاشته و خواستار توجه به آن شدند.
در همین حال معین زراعت و مالداری وزارت زراعت  به ریاست‌های مربوط هدایت داد تا در زمینه رسیدگی پیشنهادات اعضای کوپراتیف های کچالو و لوبیای ولایت بامیان اقدامات لازم را انجام دهند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت