پکتیکا کې زرګونو وړو شخوند وهونکو څارویو ته د واکسین ورکولو چارې پیل شوې
۴ وری ۱۴۰۳ه.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست زرګونو وړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک ناروغۍ مخنیوی په پار د واکسین د تطبیق کمپاین پیل کړی دی.
د یاد کمپاین په ترڅ کې ددې ولایت په ددو ولسوالیو کې نږدې ۱۸ زره رآسه وړو شخوند وهونکو څارویو ته د (انتراتوکسیمیا) یا ریخک ضد واکسین تر سره کېږي.
یاده ناروغي چې په بېلابېلو وختونو کې په وړو شخوند وهونکو څارویو کې رامنځته کېږي، له امله یې مالدارانو ته پراخه مالي زیان اوړي، په همدې موخه ددې لپاره چې د پکتیکا ولایت کوچیان او مالداران د یادې موسمي ناروغۍ له زیان څخه خوندي شي کرنې ریاست دغه کمپاین په لاره اچولی دی.