د هلمند دکرنې ریاست: د ملت پارک بیارغونه په چټکۍ روانه ده
۴ وری ۱۴۰۳ه.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج ددې ولایت د مرکز لښکرګاه بولان سیمه کې د ملت تفریحي پارک رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.
دملت تفریحي پارک چې کلونه وړاندې د هلمند د کرنې ریاست پر اړوند ٤٠ جریبه ځمکه جوړ شوی دی، دامهال یې زیاتې برخې تخریب او یاد پارک د له منځه تلو په حال کې وه.
په همدې موخه د یاد پارک دتخریب مخنیوی، بیا رغونې او پانګونې په پار د هلمند ولایت مقام سره په همغږۍ خصوصي سکټور ته وسپارل شوه، چې دا مهال یې بیارغونې چارې په چټکۍ روانې دي.
د هلمند دکرنې رییس د نوموړي پارک بېلابیلې برخې له نږدې ولیدې او اړوندو چارواکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.