لوګر کې د بڼونو خوندیتوب په پار د درمل شیندنې چارې روانې دي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۱۱:۴۶
لوګر کې د بڼونو خوندیتوب په پار د درمل شیندنې چارې روانې دي

۲۸ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د لوګر ولایت مرکز پُل علم په ګډون ددې ولایت ټولو ولسواليو کې دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له لوري ونو ته د لایم سلفردرمل شیندنې چاری روانې دي.
لايم سلفر يوه ترکيبې او وقايوي درمل ده، چې په خپل ترکيب کې سلفر، چونه او اوبه لري، ياده وقايوي درمل په غوښينو مېوو دتاک يا انګورو په ګډون د مڼو، ناک او نورو... ونو باندی تطبقیږي.
د لوګر دکرنې ریاست د چارواکو په خبره دغه پروګرام د لوګر دکرنې ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې پلي کېږي، چې موخه یې د بڼوالو د بڼونو خوندي کول دي.
ونو ته د لایم سلفر د درمل شیندنې لړۍ د کب په میاشت کې مخکې ل دې، چې ونې غوټۍ وکړي(د استراحت په وروستیو ورځو کې وی) پلي کېږي، دغه درمل د ونو خاکسترک، چيچک، پاڼې سوري کېدنه او دنباتي کنو له منځه وړلو کې اغېزمن تمامېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت