د خوست دوو ولسوالیو کې پر۵۵۰ بزګرانو د چهارمغزو نیالګي وېشل کېږي
۲۶ کب ۱۴۰۲ه.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګلوو او مالدارۍ ریاست د «اور،آر،ډي» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د قلندر او موسی خېلو ولسوالۍ پر۵۵۰ بزګرانو د چهارمغزو اصلاح شويو نیالګیو د وېش په موخه سروې ترسره کړه.
د چارواکو په خبره ددې پروسې په ترڅ کې به د قنلدر ولسوالی پر۲۷۰ او د موسی خېلو ولسوالی پر۲۸۰ بزګرانو پر هر بزګر د چهار مغزو ۱۰ اصلاح شوي نیالګي ووېشل شي.
ددې پروګرام موخه د بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د ځنګلونو ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.