د افغانستان د کرنې وزارت او د ایران د کرنې جهاد وزارت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
۲۴ کب ۱۴۰۲ه.ش
۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني او د ایران اسلامي جمهوریت د دکرنې جهاد مرستیال وزیر علیرضا مهاجر ترمنځ په کابل کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک په ۵۵ مادو کې د بوټو ساتنې او قرنطین، څیړنې، خاورې پېژندنې، کرنه، ترویج، بدیل معیشت، اوبولګولو، کرنیزې او مالدارۍ زېربناوې، د څارویو روغتیا، دمالدارۍ څیړنې، د خصوصي سکتور ملاتړ، د کرنیزو او درملو بنسټونو ملاتړ او د کارکوونکو د روزنې په برخه کې لاسلیک شوې ده.
د دغه هوکړه لیک د لاسليک په مراسمو کې د ايران په استازيتوب د افغانستان په چارو کې د ايران ځانګړی استازی کاظمي قومي، د ایران د کرنې جهاد د بوټو ساتنې ادارې چارسمبالې مریم جلیلي مقدم، د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې او مالدارۍ د برخې یوشمېر کار پوهانو او د کرنې وزارت له خوا د دفتر رییس مولوی حسین احمد خورشید، د بوټوساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم، د مرستیالۍ سلاکار مولوی ګل حضرت، د مقام سلاکار میرویس خوګیانی، د وزارت د مقام سلا کار حشمت الله شهراني، د خاورې پېژندنې رییس حمیدالله احمدزی، د بدیل معیشت رییس عبدالخالق محجوب، او د افغانستان دکرنې او مالدارۍ خونې څخه د یادې خونې رییس خان محمد فروتن او د دې خونې غړو حضور درلود.
دغه هوکړه لیک، د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد وزارت د لوړ پوړې پلاوي د سفر په ترڅ کې د افغانستان د کرنې وزارت مشرتابه او کارپوهانو او د ایران د کرنې جهاد وزارت د چارواکو او کارپوهانو ترمنځ له څو ورځو خبرو اترو وروسته لاسلیک شو ترڅو په دې برخه کې به عملي کار په راتلونکو ورځو کې پیل شي.
تفاهم نامه همکاری میان وزارت زراعت افغانستان و وزارت جهاد کشاورزی ایران به امضا رسید
۲۴ حوت ۱۴۰۲ هـ.ش
تفاهمنامه همکاری میان مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان و علیرضا مهاجر معاون وزارت جهاد کشاورزی جمهوری اسلامی ایران در کابل به امضاء رسید.
این تفاهمنامه در ۵۵ ماده پیرامون همکاری در بخشهای حفاظه نباتات و قرنطین، تحقیقات، خاکشناسی، زراعت، ترویج، بدیل معیشت، آبیاری، زیربناهای زراعتی، مالداری، صحت حیوانی، تحقیقات مالداری، حمایت از سکتور خصوصی، نهادهای زراعتی، دوایی و آموزش کارمندان به امضا رسید.
در محفل امضاء این سند از طرف ایران کاظمی قمی نماینده خاص ایران در امور افغانستان، مریم جلیلی مقدم سرپرست سازمان حفط نباتات وزارت جهاد و کشاورزی، تعدادی از متخصصان بخش زراعت و مالداری جمهوری اسلامی ایران و از طرف وزارت زراعت مولوی حسین احمد خورشید رئیس دفتر، انجینر عتیقالله مسلم رئیس حفاظه نباتات و قرنطین، مولوی گل حضرت مشاور معینیت، میرویس خوگیانی مشاورمقام وزارت، حشمتالله شهرانی مشاور مقام وزارت، حمیدالله احمدزی رئیس خاک شناسی، عبدالخالق محجوب رئیس معیشت بدیل و از اتاق زراعت و مالداری افغانستان خان محمد فروتن رئیس اتاق و اعضای آن حضور داشتند.
این تفاهمنامه در جریان سفر هیئت عالی رتبه متشکل از مسوولان وزارت جهاد کشاورزی جمهوری اسلامی افغانستان پس از صحبت چندین روزه میان رهبری و متخصصان وزارت زراعت افغانستان و وزارت جهاد و کشاورزی ایران صورت گرفت تا در روزهای آینده کارهای عملی در این زمینه آغاز گردد.