کابل، میدان وردګو او لغمان ولایتونو کې د پنځو  سړوخونو دبیارغونې چارې بشپړې شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۱:۳۹
کابل، میدان وردګو او لغمان ولایتونو کې د پنځو  سړوخونو دبیارغونې چارې بشپړې شوې

۲۴ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یوه پلاوي، چې د مېوو زېرمه کولو د سړو خونو د ترمیم او بیارغونې د چارو د څارنې په موخه یې کابل، میدان وردګو او لغمان ولایتونو ته سفر کړی وو د یادو سړو خونو د ترمیم او بیارغونې د چارو د بشپړېدو خبر ورکړ.
دغه پلاوي د اداري رییس قاري محمد اکبر امیني، د کرنیزو زېربنا رییس انجنیر محمد عیسی کارګر، د کرنې وزارت د مقام سلاکار عزیزالرحمن رحماني، د تدارکاتو ریاست د قراردادونو د اسانتیا آمر انجنیر ذبیح الله او دکرنې وزارت د یوشمېر انجنیرانو په حضور کې لغمان، کابل او میدان وردګو ولایتونو ته سفرونه کړي دي. 
یاد پلاوي د لغمان په ولایت کې د لغمان ولایت د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن په حضور کې په دې ولایت کې د مېوو زېرمه کولو د سړو خونو له درېیو سړوخونو څخه چې د کرنې وزارت له خوا د بیارغونې په حال کې دي، څارنه وکړه.
سږ کال د کرنې وزارت د مېوو د ساتنې په موخه په کابل، لغمان او میدان وردګو ولایتونو کې په بېلابېلو ظرفیتونو د ۵ عصري سړو خونو د جوړولو او فعالولو دنده په غاړه لري، چې د کرنې وزارت لخوا د څارنې ټیم ټاکل شوی ترڅو د یادو سړوخونو د چارو د پرمختګ څرنګوالي وارزوي.
د یادې کمېټې د څارنې له مخې، په کابل، لغمان او میدانوردګو ولایتونو کې د یادو سړوخونو د بیارغونې چارې سل په سلو کې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تکمیل کار ترمیم پنج سردخانه‌ در ولایت‌های کابل، میدان وردک و لغمان 
۲۴ حوت ۱۴۰۲ هـ.ش
هیئتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری که به منظور نظارت از کار ترمیم و بازسازی سردخان‌های نگهداری میوه جات به ولایت های کابل، میدان وردک و لغمان سفر کرده بودند از تکمیل کار ترمیم و بازسازی آن خبر می‌دهند.
این هیئت با حضور قاری محمد اکبر امینی رئیس اداری، انجنیر محمد عیسی کارگر رئیس زیربناهای زراعتی، عزیزالرحمن رحمانی مشاور مقام وزارت زراعت انجینر ذبیح الله آمر تسهیل قراردادهای ریاست تهیه و تدارکات و شماری از انجنیران وزارت زراعت به ولایت‌‌های لغمان، کابل و میدان وردک سفر کرده اند.
در ولایت لغمان با حضور داشت مولوی محمد ولی محسن رئیس زراعت ولایت لغمان از سه باب سردخانه نگهداری میوه جات  که در ولایت لغمان موقعیت دارد و کار ترمیم و بازسازی آن از سوی وزارت زراعت انجام می‌شود نظارت کردند.
در سال جاری به منظور نگهداری میوه جات وزارت زراعت مسوولیت احیا و فعال سازی ۵ کمپلکس سردخانه های عصری و به ظرفیت‌های متفاوت را در ولایات کابل لغمان و میدان وردگ داشت که هیت نظارتی از سوی وزارت زراعت تعین گردید تا چگونگی پشرفت کار آن را بررسی نمایند.
بر اساس نظارت هیئت متذکره از سردخانه‌های ترمیم شده در ولایات کابل، لغمان و میدان وردگ کار ترمیم آن صد درصد تکمیل شده است و قرار است در آینده نزدیک بهره برداری از آن آغاز شود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت