ننګرهار کې د لمریزې برېښنا په مرسته د اوبولګولو سیستمونو فعالولو لومړنۍ سروي پېلېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۱:۱۷
ننګرهار کې د لمریزې برېښنا په مرسته د اوبولګولو سیستمونو فعالولو لومړنۍ سروي پېلېږي

د افغانستان لپاره د دوامداره پرمختیا او څېړنې سازمان مسولینو د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد سره دلمریزي برېښنا په مرسته د اوبولګولو سیستمونو فعالولو او کورونو روښانه کولو لپاره د برېښنا برابرولو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
د پروژې مسؤل محمد یاسین  یار وویل دوی د ننګرهار لعلپوري ولسوالۍ په څلورو کلیو وړه لعلپوره، سربند، چکنور او ریني پرچاو کې د لمریزې برېښنا په مرسته د اوبولګولو سیستمونو فعالولو په پار لومړنۍ سروي ترسره کوي.
ښاغلي یار زیاته کړه په یادو کلیو کې د ځمکو کچه،اوبو اړتیا، خلکو د برېښنا اړتیامعلومولو، د لمریزې برېښنا لپاره د ځمکي ژمن لیک اخیستلو، د ځمکي فصلونو معلومولو، لمریزې برېښنا ترویجولو او عامه پوهاوی ترسره کولو په موخه سروی ترسره کوي.
نوموړی وویل ځمکو ته د اوبو رسولو سربېره د یادو کلیو خلکو ته د کورونو روښانه کولو او نورو اړتیاو د پوره کولو په پار برېښنا برابرولو لپاره هم سروې ترسره کوي.
د اوبو دبېړنۍ مرستو پروژه په هغو سیمو کې تطبیق کېږي، چې دسیندیزې حوزې څخه په لوړه ارتفاع کې پرتې وې.
د ننګرهار د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د پروژې مسولینو ته د لازمو سپارښتنو ترڅنګ د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت