د۱۴۰۳ مالي کال د داخلي بودیجې د کمیټې پنځمه غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۳:۳۱
د۱۴۰۳ مالي کال د داخلي بودیجې د کمیټې پنځمه غونډه دائره شوه

۲۲ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاء الدین واقف په مشرۍ د مالیې په وزارت کې د کرنې وزارت د راتلونکي کال د بودجې د پلان د پرمختګونو د ارزونې او د عواید د زیاتوالي د وروستۍ طرحې د پرمختګ څرنګوالي په موخه د اړوندو سکتوري ریاستونو په ګډون غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې، راتلونکي کال لپاره د مالیې وزارت په بېلابېلو څانګو کې د کرنې وزارت د پراختیايي پروژو د بودجې د طرحې د اداري چارو د پرمختګ او د کرنې وزارت د عوایدو زیاتوالي د طرحې د پرمختګونو په اړه مفصل بحث او د نظرونو تبادله وشوه او په مالیې وزارت کې د بودیجې دفاع، د راتلونکي کال د پراختیايي پروژو د وروستیو شمېرو مشخص کول، د هغو سکتوري څانګو د مالي او تدارکاتي پلان ترتیبول چې پراختیايي بودجه لري، د وزارت د عوایدو د زیاتوالي په خاطر اړوندو ریاستونو له خوا د کانسیټ نوټ په بڼه د پروپوزل د طرحې ترتیبول او د مالیې وزارت سره یې شریکول او د قناعت وړ دلیلونو وړاندې کولو په موخه له اړوندو سکټوري ریاستونو سره د عوایدو د طرحې شریکول او پلي کولو پر وخت یې لازمې پرېکړې وشوې.
دا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۴۰۳ مالي کال د داخلي بودیجې کمیټې پنځمه غونډه ده، چې د راتلونکي کال د بودجې د طرحې د ترتیب په موخه جوړېږي.

پنجمین جلسه کمیته داخلی بودجه سال مالی ۱۴۰۳ دایر گردید
۲۲ حوت ۱۴۰۲ هـ. ش
جلسه‌ای به سرپرستی مولوی ضیاء الدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری بمنظور ارزیابی چگونگی پیشرفت طرح بودجه سال آینده وزارت زراعت در وزارت مالیه و طرح نهائی افزایش عواید با اشتراک ریاست‌های مربوطه سکتوری برگزار گردید.
در این جلسه پیرامون موضوع پیشرفت امور اداری طرح  بودجه پروژه‌های انکشافی وزارت زراعت در بخش‌های مختلف وزارت مالیه برای سال آینده و طرح نهائی سازی افزایش عواید وزارت زراعت بحث و تبادل نظر مفصل در بین اشتراک کنندگان صورت گرفت و تصامیم لازم چون؛ دفاع بودجه در وزارت مالیه،  مشخص‌سازی ارقام نهائی پروژه‌های انکشافی سال آینده، ترتیب پلان مالی و تداکاتی ریاست‌های سکتوری که بودجه انکشافی دارند، ترتیب پروپوزال طرح افزایش عواید وزارت به شکل کانسیپت نوت توسط ریاست مربوطه و شریک سازی آن به وزارت مالیه و شریک سازی  طرح عواید با ریاست‌های سکتوری جهت اراییه دلایل قناعت بخش و مدت زمان تطبیق آن اتخاذ گردید.
این جلسه پنجمین جلسه کمیته داخلی بودجه سال مالی ۱۴۰۳ وزارت زراعت، آبیاری و مالداری می باشد که به منظور ترتیب طرح بودیجه سال آینده برگزار می شود.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت