خوست کې شنې خونې او د سټروسو بڼونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۱:۲۴
خوست کې شنې خونې او د سټروسو بڼونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې د کروندګرو د ملاتړ په پآر د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې پنځه شنې خونې او لس د سټروسو بڼونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره دغه پنځه شنې خونې د خوست ولایت په مرکز او تڼیو ولسوالی او دغه راز لس د سټروسو بڼونه ددې ولایت د «باک، صبری، ګربز، تڼی او اسمعیل خېلو» ولسوالیو کې د کرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه د ۱.۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوي دي.
د یادو شنوخونو او سټروسو بڼونو د جوړولو موخه د بزګرانو ملاتړ، د سټروسو بڼونو دودول، او په ټوله کې ددې ولایت دکرنې او بڼوالۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت