مالدارانو ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو په پارهڅې؛ لغمان کې د وټرنرۍ کلینیکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۱:۶
مالدارانو ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو په پارهڅې؛ لغمان کې د وټرنرۍ کلینیکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې مالدارانو ته د چوپرړتیاوو وړاندې کولو او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور د ودې او خوندیتوب د هلوځلو په دوام د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز مهترلام په عمرزایو سیمه او د علینګار ولسوالی د نورلام صاحب درې د زیارت په کلي کې د وټرنرۍ دوه کلینیکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.
د یادو کلینیکونو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د لغمان مرستیال والي مولوی اختر محمد مزمل، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمد ولي محسن، د هالینډ کمېټې ولایتي مسوول ډاکټر محمد بیدار سیرت او یوشمېر نورو چارواکو ګډون درلود.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج محمد ولي محسن وویل، چې دغه دوه کلینیکونه د ۲۶ زره امیکایي ډالرو په لګښت جوړې شوي دي، چې ددي کلینیکونو په جوړولو سره د یادو سیمو مالدارانو څارویو ته د درملو ترڅنګ واکسینونو، درملنې او لازمو مشورو سره د مالدارۍ سکټور کې به مثبت بدلونونه ولیدل شي. ښاغلی محسن دغه راز زياته کړه دوه تنو ته د شپږو میاشتو لپاره د مالدارۍ او وترنرۍ خدمتونو په برخه کې روزنه هم ورکړل شوې ده. 
د لغمان دکرنې رییس دغه راز وویل، چې دیادو کلنیکونو لپاره یو عراده هونډا موټر سایکل،  یو پایه سولري یخچال،  مکمل سولري سیستم،  د وترنري تخنیکيکڅوړه، لوجستیکي کڅوړه او ګڼ نور وسایل ورکړل شوي دي،  ترڅو مالدارانو ته ښه او بهتره خدمات وړاندې کړي. 
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې د مالدارانو ستونزو ته رسېدنه او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت