د میدان وردګو د بهسود اوله حصه کې سلګونو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه
![د میدان وردګو د بهسود اوله حصه کې سلګونو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-03/whatsapp_image_2024-03-07_at_12.08.14_af036795.jpg)
۱۷ کب ۱۴۰۲ه.ش
۲۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي ادارې په مالي او د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د بهسودو اوله حصه ولسوالی کې پر ۹۰۰ کورنیو نغدې پیسې وېشلي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې هرې کورنۍ ته ۵۶۲۴ افغانۍ ورکړل شوي دي، چې دا ددغو مرستو دویم او درېیم پړاو دی.
ددې مرستې موخه د بېوزله کورنیو ملاتړ، د دوی کورنیو د خوړو خوندیتوب او په ټوله کې د بېوزلۍ کچې ټیټول دي.