د لغمان الینګار کې پر یوشمېر بزګرانو کرنیز توکي ووېشل شوې
![د لغمان الینګار کې پر یوشمېر بزګرانو کرنیز توکي ووېشل شوې](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-03/img-20240307-wa0088.jpg)
۱۷ کب ۱۴۰۲ه.ش
۲۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
لغمان کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ډاکار خیریه مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د الینګار په ولسوالی کې پر یوشمېر بزګرانو د سبو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او حشره وژونکي درمل وېشلي دي.
د لغمان دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې پر هر بزګر د لوبیا ۱۴ کیلوګرامه اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره، ۲۵ کیلوګرامه توره سره او ۴۰۰ سي سي حشره وژونکي درمل وېشل شوي او ترڅنګ یې په یادو برخو کې دوی ته روزنه هم ورکړل شوې ده.
ددې مرستې موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د کروندو د حاصلاتو زیاتوالی له لارې د بزګرانو عوایدو زیاتولو ته زمینه برابرول دي.