ارزګان کې د لبنیاتو له پلورنځیو څارنه وشوه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۱:۳۶
ارزګان کې د لبنیاتو له پلورنځیو څارنه وشوه 

۷ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ارزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت کارکوونکو له خوا، په دې ولایت کې د لبنیاتو له ګڼو پلورنځیو څارنه او ارزونه ترسره شوه. 
دیادې څارنې په ترڅ کې د لبني توکو د پېر- پلور د کار میکانیزم پلورونکو ته تشریح شو او دغه راز دوی ته سپارښتنې وشوې چې خپلې چارې د ځانګړې طرزالعمل له مخې مخته وړي تر څو د هلمندوالو د ښې روغتیا په برخه کې لازم خدمات وړاندې شي.
دغه راز یادو پلورونکو ته سپارښتنه وشوه، چې د خپلو هټیو پاکوالي، د حشراتو مخنیوی په موخه د ځانګړو جالیو کارولو، حفظ الصحې رعایتول او د لبني موادو کیفیت ساتلو په موخه د یخچال کارونې ته پاملرنه وکړي.
د یادولو وړ ده، چې د څارنې او ارزونې دغه لړۍ به په دوامداره توګه د ټاکلي پلاوي لخوا څخه ادامه ولري ترڅو هلمندوالو ته باکیفیته لبني توکي وړاندې شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د کرنې وزارت د کارکوونکو چارو رییس په مشرۍ کونړ کې د ښه مدیریت او اداري نظم ورکشاپ ترسره شو

۱۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو رییس محمد عثمان ترابي د مسلکي ټیم او د یاد ریاست د سلاکار استاد محمد حنیف احسان په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۱:۴۴
Background image

د میدان وردګو دوو ولسوالیو کې پر لسګونو بزګرانو د سبو تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۱۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په سیدآباد او جلریز ولسوالیو کې پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې ۱۷۰۰ بزګرانو ته د غنمو تخم او کیمیاوي سرې وویشل شوې

۱۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د کندهار د کډوالو مؤسسې (کې.آر.او) په تخنیکي همکاري. . .

بازگشت