د هلمند ولایت څلورو ولسوالیو کې د ٣٠٠ جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه
۷ کب ۱۴۰۲ه.ش
۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
دهلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت د د ناوې، مارجې، واشېر او نهر سراج ولسوالیو کې د نږدې ٣٠٠ جریبه امارتي ځمکو د غصب مخنیوی شوی دی .
د غصب د مخنیوی په دې کمپاین کې دناوې ولسوالی د الله نظر د پوستې کښته خواکې، د واشیر ولسوالی د مچرابې سیمه کې، نهرسراج ولسوالی خاورین سیمه کې او د مارجې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د نږدې ٣٠٠ جریبه امارتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې ده.
د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په یادو ولسوالیو کې د سلګونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخنیوی شوی دی.