دپکتیا دکرنې په ریاست کې سکټوري غونډه دائره شوه
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې کار کوي د استازو په ګډون سکټوري غونډه دائره شوه.
دغه غونډه د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالروف سعيد په مشرۍ ترسر ه شوه، چې پکې د اقتصاد رياست رییس مولوي محمد انور راشد، د ولایت مقام استازی، د کرنې رياست آمرينو او د پاملرنې، د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې، آی.آر.سي، د افغانستان لپاره د هالند کمیټه او د اړیکو دفتر پروژو مسؤلينو پکې ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د پکتیا دکرنې رییس الحاج مولوی عبدالروف سعید د همکارو برنامو د تېرو کړنو د راپورونو او راتلونکو پلانونو له اوريدنې وروسته د همکارو برنامو له مسولينو وغوښتل، چې کرنې او مالدارۍ په برخه کې د مرستو جلبولو هڅه وکړي، همدا راز ښاغلي سعيد زياته کړه چې خپلې راتلونکې پروژې د سکتوري رياستونو سره په همغږۍ په لوړ کيفيت سرته ورسوي.
ورپسې د همکارو برنامو مسولينو په خپل وار سره د خپلو ترسره شويو کړنو مفصل راپور وړاندې کړ او خپل راتلونکي پلانونه يې د غونډې له ګډونوالو سره هم شريک کړل.
د غونډې په پای کې ښاغلي سعید د همکارو برنامو مسئولينو ته د پروژو د ښه تطبیق او ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې هم وکړې.