کرنې وزیر ته د کرنې د پراختیا د وجهي صندوق د چارواکو راپور ورکونه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۱۴:۵۰
کرنې وزیر ته د کرنې د پراختیا د وجهي صندوق د چارواکو راپور ورکونه

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق 
د کرنې د پراختیا وجهي صندوق چارواکو د دې صندوق دکړنو او لاسته راوړنو راپور او د یاد بنسټ له خوا د راتلونکي کال لپاره د اسلامي مالي خدمتونو د وړاندې کولو پلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري ته وړاندې کړل.
د کرنې د پراختیا صندوق رییس انجنیر عبدالغفار غفاري د یوې غونډې په ترڅ کې د کرنې د پراختیا صندوق د تېر کال د کړنو او لاسته راونو د څرنګوالي راپور دکرنې له وزیر سره شریکه کړه او دغه راز د بزګرانو، مالدارانو او دخصوصي سکټور متشبثینو لپاره د اسلامي مالي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د یادې ادارې پلان هم بیان او د چارو د ښه والي لپاره د کرنې له وزیر څخه د لارښوونې غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې مولوي عطاء الله عمري د کرنې پراختیا صندوق د هېواد کروندګرو او مالدارانو لپاره د اسلامي او مالي خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم وباله او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د کروندګرو، مالدارانو او خصوصي سکټور لپاره د ګټورو او قناعت وړ اسلامي مالي خدمتونو په وړاندې کولو کې خپلې ټولې هڅې په کار واچوي، چې ورسره دهېواد دکرنې ودې او پراختیا ته زمینه برابره شي.
د کرنې د پراختیا وجهي صندوق یو غیر بانکي مالي دولتي بنسټ دی، چې د کرنې، اوبولګولو او اوبو لګولو وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي.
 د افغانستان د کرنې د ودې او پرمختګ لپاره د بزګرانو او کرنيزو متشبثینو اسلامي تمویل د دې صندوق له مهمو دندو څخه دی.

گزارش دهی مسوولان صندوق انکشاف زراعت به  وزیر زراعت 
۲۹ دلو ۱۴۰۲ هـ.ش
مسوولان صندوق انکشاف  زراعت گزارش کارکردها و دستاوردها و پلان اراییه خدمات مالی اسلامی برای سال آینده از سوی نهاد متذکره را به مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری اراییه کردند.
انجنیر عبدالغفار غفاری رئیس صندوق انکشاف زراعتی طی جلسه‌ای گزارش مختصر از چگونگی اجراات کاری صندوق انکشاف زراعت را در سال گذشته با وزیر زراعت شریک ساخته و همین گونه پلان نهاد متذکره را برای ارایه خدمات مالی اسلامی برای دهقانان، مالداران و متشبثین سکتور خصوصی در سال آینده نیز بیان کرده و خواستار هدایت وزیر زراعت جهت بهبود آن شد.
در همین حال مولوی عطاءالله عمری صندوق انکشاف زراعت را در فراهم سازی خدمات مالی و اسلامی برای دهقانان و مالداران کشور مهم عنوان کرده و به مسوولان آن هدایت داد تا تمام تلاش خود را به خرچ دهند تا خدمات مالی اسلامی موثر و  قناعت بخش برای دهقان، مالداران و متشبثین سکتور خصوصی فراهم نمایند که  به این ترتیب زمینه رشد و انکشاف زراعت کشور فراهم گردد.
صندوق وجهی انکشاف زراعتی یک نهاد دولتی مالی غیر بانکی بوده که تحت رهبری وزارت زراعت، آبیاری و آبیاری فعالیت می‌نماید.
 تمویل مالی اسلامی دهاقین و متشبثین زراعتی در جهت رشد و بهبود زراعت افغانستان از وظایف عمدۀ این صندوق به شمار می‌رود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۲:۵۱
Background image

د کابل ولایت سروبي ولسوالی په مهمندي سیمه کې مصنوعي ځنګل او د انارو بڼ جوړ شوي

۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت د سروبي ولسوالی د مهمندي په سیمه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو مصنوعي ځنګل او د انارو بڼ جوړ شوی دی، چې د. . .

بازگشت