کندهار کې پر یوشمېر بزګرانو د زعفرانو پیاز ووېشل شوې

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۲ - ۱۳:۵۲
کندهار کې پر یوشمېر بزګرانو د زعفرانو پیاز ووېشل شوې

۲ تله ۱۳۹۸
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي د ترویچ په پار پر ۵۰ بزګرانو دوه زره او ۲۵۰ کیلوګرامه د زعفرانو پیاز وېشلي دي.

د کندهار د کرنې ریاست وایي، چې کندهار د زعفرانو کرکېلي او تولید لپاره ښه مناسب اقلیم لري، او په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله د کمیت او کیفیت له پلوه ښه پایله ورکړې ده.
د نږدې څو کلونو راهیسې د کندهار په ځینو سیمو کې د زعفرانو کرکېله ترویج شوې ده. د کندهار د کرنې ریاست هیله لري چې، ډېر ژر په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله او تولید زیات شي.
د یادونې وړ ده، هغو بزګرانو ته چې، ورته د زعفرانو پیاز ورکړل شوي دي د کرنې وزارت د زعفرانو متخصصینو له لورې ورته د زعفرانو کرکېلي، حاصل ټولولو او پروسس په برخه کې بېلابېل عملي او نظري زده کړې هم په پام کې نیول شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۵:۵۹
Background image

کندز کې څه دپاسه شپږ زره مټریک ټنه اضافي غنم پېرل او زېرمه کېږي

۱۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې، د کندز له ولایت څخه څه باندې شبږ زره مټریک ټڼه غنم پېرل او زېرمه کېږي، دغه غنم په نېغه له کرودګرو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۵:۵۷
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې د وټرنرۍ کلینیکونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول 

۱۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د کندهار په سپین بولدک او غورک. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۵:۵۵
Background image

د لوګر د کرنې رییس د سیاه کوه سیمې له مشرانو سره و کتل

۱۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالروف سعید، مرکز ته اړوند د سیاه کوه سیمې له مشرانو سره وکتل او د طبیعي ځنګلونو د قطع کولو. . .

بازگشت