د نیمروز دکرنې ریاست: د تاریخي ابداتو د ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه د قلعه محمد له تاریخي کلا څخه څارنه وسوه
۲۹ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
د نیمروز ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس او ددې ولایت د ځمکې غصب مخنیوی کمېټې مشر مولوی عبدالخالق «حکیم» په داسې حال کې، چې ددې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس، الحاج مفتي حبيبالله الهام او د کرنې ریاست د کادستر مدیر، انجنیر شیراحمد ورسره مل و، په زرنج ښار کې د تاریخي ابداتو د ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه د قلعه محمد له تاریخي کلا څخه څارنه وکړه.
د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رییس د تاریخي ابداتو ساتنه د هر افغان دنده یادوي او زیاتوي، اسلامي امارت په دې برخه کې هېڅ ډول هڅې نه سپموي. د ښاغلي الهام په خبره هڅه کوو ترڅو ژر تر ژره د همدې تاریخي کلا په تړاو اړوند اسناد راټول او د کلا په شاوخوا کې جوړي شوي استوګنیز کورونه خراب کړل شي.
یاده څارنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د تاریخي ابداتو د ساتنې او د امارتي د ځمکو د غصب د مخنیوي په تړاو د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله له لوري هم فرمان صادر شوی او د دغه فرمان د لا ښه پلي کولو په موخه، نیمروز ولایت کې پرله پسې هڅې ترسره شوي دي.