کندهار کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۱۰:۲۰
کندهار کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

کندهار کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
د دغو هلو ځلو په دوام د کندهار ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرخولو تخنیکي پلاوي په داسې حال کې بولدک ولسوالی ته سفر وکړ چې د یاد پلاوي رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي ترڅنګ، د عدلیې رییس مولوی فضل الحق شاکر، د سرحداتو او قبایلو چارو رییس حاجي ملا عبدالباري اخند، د امنیه قومندانۍ استازی حاجي بخت او یوشمېر نورو چارواکو یې ملتیا کوله.
ددې سفر په ترڅ کې الحاج مولوی فضل الباري فضلي او ورسره مل پلاوي د بولدک ولسوال ملابشیر، امنیه قومندان مولوی محمد او نورو چارواکو سره په کتنه کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په موخه خبرې اترې وکړې.
یاد تخنیکي پلاوي ددې سفر په ترڅ کې د بولدک ولسوالی یوشمېر سیمو څخه لیدنه وکړه او اړوندو چاراکو ته سپارښتنه وکړه، چې امارتي ځمکو کې چاته هم د خپل سرو تصرفاتو اجازه ورنکړي او غصب شوي امارتي ځمکې دې بېرته راوګرځوي.
باید وویل شي، چې د کندهار ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت