دکندهار دوو ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو سره د اړینو توکو مرسته وشوه
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اکټېډمؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د ډنډ او کښته شاولیکوټ ولسوالیو پر څه باندې ۲۰۰ بزګرانو اړین کرنیز توکي وېشلي دي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دغو وېشل شویو توکو کې «کراچۍ، بېلچې، لور، پنجه، آب پاش، تېشه » او یوشمېر نور توکي شامل دي، چې پر یادو بزګرانو وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه دبزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د بزګرانو اقتصادي ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.