د خوست کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دائره شوه
۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
د خوست ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولايت دکرنې ریاست سره د همکارو بنسټونو، مؤسسو او نهادونو سره سکټوري غونډه کې، پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
د غونډې په پيل کې د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمدزمان عمري دتېر سکټوري غونډې د ورسپارل شویو اجرااتو لنډه کتنه وکړه، ورپسې دسکټوري غونډې د جوړولو پر اهمیت او هم دسکټوري غونډې پر بناُ د اړوند اداراتو او موسسا تو ترمنځ د ښې همغږۍ په جوړولو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «تاسو دغه مظلوم ولس لپاره دکرنې او مالدارۍ په برخو کې غوره چوپړتیاوې وړاندې کړي دي، چې موږ له تاسو مننه کوو، زموږ دکار موخه باید د خلکو خدمت او د خدای رضا وي او ټول باید په همدې موخه کار وکړو.»
ښاغلی عمري د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، چې داسې پروژې پلي کړی، چې ولس ته یې بنیادي ګټه ورسېږي ترڅو ولس ته د زیات وخت لپاره مصروفیت پیدا شي.
مولوي محمد زمان عمري د کرنې او مالدارۍ په برخه کې له فعالو مؤسسو د بڼونو، کانالونه او سربندونه رغول او ترڅنګ یې دنیالګیو پیوند کول او نورو مثمرو پروژو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د مؤسسو استازو په خپل وارسره دکرنې،مالدارې، ځنګلونو او څړځايونو په برخه کې د خپلو فعالیتونو راپور او خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.