هلمند کې پر یوشمېر بزګرانو کرنیز توکي ووېشل شول
۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د مرکز لښکرګاه، ناوې، نوزاد، موسی کلا او ګرمسېر ولسوالیو ٢٤ تنه هغه بزګر چې د کرنې وزارت په همکارۍ ورته د خرما بڼونه او شنې خونې رغول شوي دي د روزنې ترڅنګ پر دوی یوشمېر کرنیز توکي هم ووېشل شول.
په دې روزنیز پروګرام کې په شنو خونو کې د موسمي نباتاتو د کرنې او روزنې په اړه بزګرو ته پوهاوی ورکړل شو ترڅو په کم لګښت ډېر او پر وخت حاصلات لاسته راوړي.
ددې ترڅنګ هغو بڼوالو ته چې د خرما بڼونه ورته جوړ شوي دي د یادو بڼونو د ښې روزنې او پالنې په برخه کې ورته د مسلکي کارکؤنکو لخوا زده کړې ورکړل شوې.
همدارنګه یادو بزګرو ته د روزنیز پروګرام په وروستیو کې یو شمېر کرنیز توکي هم په واک کې ورکړل شول، ترڅو په خپلو کروندو او بڼونو کې ورڅخه ګټه واخلي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو اصلاح او پیاوړتیا په موخه د مختلفو برنامو له لارې د بزګرو لاسنیوی کوي ترڅو هغوۍ وهڅېږي، چې د مشروع کرکېلي له لارې خپل اقتصاد پیاوړي کړي.