د ننګرهار دکرنې رییس د سیمول هال دفتر عمومي رییس سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۵:۲۳
د ننګرهار دکرنې رییس د سیمول هال دفتر عمومي رییس سره وکتل

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د سیمول هال دفتر رییس داکتر نسیم مجیدي سره په کتنه کې د بېرته راستنېدونکو کورنیو ته د ځمکو وېش، اقلیمي بدلونونو، بشري مرستو، کورنیو بیځایه شویو او راتلونکي پلانونو خبرې وکړې.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په ننګرهار کې د وکړو زیاتوالي، اجباري را ایستل شویو کورنیو، وچکالۍ، اقلیمي بدلونونو، راتلونکي پلانونو، ځنګلونو بیا رغونې، د ځمکو وېش او ګڼو نورو برخو کې معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي محمد د سیمول هال دفتر له مسولینو څخه بېرته راستنو شویو کورنیو ته د بشري مرستو ترڅنګ د سرپناه، خوراکي توکو، زده کړو، روغتیا، کرنې، مالدارۍ او اوبو بندونو، سربندونو، شیدو غواګانو وېش،  چرګانو فارمونو، کورنیو باغچوجوړولو، اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو او خلکو ته د کار زمیني برابرولو غوښتنې وکړې.
په همدې حال کې د سیمول هال دفتر رییس داکتر نسیم مجیدي وویل، چې موږ ستاسي معلومات او غوښتنې په افغانستان کې د هغو پروژو او مؤسساتو سره، چې د کډوالو او اقلیمي بدلونونو په برخه کې کار کوي؛ شریکوو ترڅو په ننګرهار کې د اقلیم بدلون او کډوالو ته په مختلفو برخو کې چوپړتیاوې وړاندې شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۲:۵۱
Background image

د کابل ولایت سروبي ولسوالی په مهمندي سیمه کې مصنوعي ځنګل او د انارو بڼ جوړ شوي

۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت د سروبي ولسوالی د مهمندي په سیمه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو مصنوعي ځنګل او د انارو بڼ جوړ شوی دی، چې د. . .

بازگشت