مالي او اداري مرستیال د پلان او پالیسۍ ریاست له چارواکو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۵:۷
مالي او اداري مرستیال د پلان او پالیسۍ ریاست له چارواکو سره وکتل

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغا جان آخند «حاجي سالم» د دې وزارت د پلان او پالیسۍ عمومي ریاست له چارواکو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وکتل او هغوی ته یې د چارو د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
په دې غونډه کې مالي او اداري مرستیال په بېلابېلو موضوعاتو لکه؛ کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې لپاره د آسانه او روښانه شرط لیکونو او کانسپټ نوټونو چمتوکول،  د بنسټیزو پروژو د پلي کولو په موخه له مؤسسو سره په همغږۍ او اوسنیو شرایطو ته د ځوابورکوونکو اسټراټیژیو پر چمتو کولو ټینګار وکړ او د پلان او پالیسۍ چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
په ورته وخت کې مالي او اداري مرستیال ملا اغا جان آخند «حاجي سالم» د پلان او پاليسۍ عمومي رياست مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې  ټول برېښنايي سيسټمونه، چې د قراردادونو د ترتیب سیسټمونه، د احصایې او معلوماتو ریاست د معلوماتو د تنظیم سیسټم، د عرایضو تنظیم، د بودیجې د ترتیب سیسټم او د ځمکو د معلوماتو د ثبت سیسټم په کې شامل دي، چې د کرنې وزارت کارکوونکو او مراجعینو ته د اسانتیاوو او معلوماتو چمتو کولو په موخه جوړې شوي دي بیاځلې فعال کړي. هغه دغه راز ډاډ ورکړ، چې د دغو سیستمونو د فعالولو لپاره به د لازمو اقداماتو او بودیجې په برابرولو کې هڅې وکړي.

دیدار معین مالی و اداری با مسوولان ریاست پلان و پالیسی
ملا آغا جان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت طی جلسه‌ای با مسوولان ریاست عمومی پلان و پالیسی این وزارت دیدار کرد و هدایات لازم را جهت بهبود امور برایشان سپرد.
معین مالی و اداری در این جلسه بر موارد چون؛ ترتیب کانسپت نوت‌ها و شرطنامه‌های واضحی و با شرایط سهل جهت سرمایه گذاری برای سرمایه گذاران داخلی و خارجی، هماهنگی بر با موسسات جهت  تطبیق پروژهای زیربنایی و ترتیب استراتیژی پاسخگو به شرایط فعلی تاکید کرده و هدایت لازم را به مسوولان ریاست‌ عمومی پلان و پالیسی وزارت زراعت سپرد.
در همین حال ملا آغا جان آخند «حاجی سالم»  معین مالی و اداری به مسوولان ریاست عمومی پلان و پالیسی هدایت داد که تمام سیستم‌های الکترونیکی که شامل سیستم‌های ترتیب قرار داد، تنظیم معلومات ریاست احصایه و معلومات، تنظیم عرایض، ترتیب بودیجه و ثبت معلومات اراضی می باشد که به منظور ایجاد سهولت و اراییه معلومات برای کارمندان و مراجعین وزارت زراعت ساخت شده است را فعال بسازند وی همچنان اطمینان داد  که تلاش می نماید که  اجراات و وجوه لازم را جهت فعال سازی این سیستم‌ها فراهم می نماید.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۲:۵۱
Background image

د کابل ولایت سروبي ولسوالی په مهمندي سیمه کې مصنوعي ځنګل او د انارو بڼ جوړ شوي

۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت د سروبي ولسوالی د مهمندي په سیمه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو مصنوعي ځنګل او د انارو بڼ جوړ شوی دی، چې د. . .

بازگشت