د هلمند دوو ولسوالیو کې د لسګونه جریبه امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۴:۵۷
د هلمند دوو ولسوالیو کې د لسګونه جریبه امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په نوزاد او نهرسراج ولسوالیو کې د نویو خپلسرو تصرفاتو د مخنیوي په ترڅ کې د لسګونه جریبه امارتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې ده.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د یادو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې یوشمېر خلک غوښتل، چې غیر متصرفه  ملکیتونه غصب او ژورې برمې ورباندې ووهي چې پر وخت یې د کرنې او امنیتي مسؤلینو لخوا مخه ونیول شوه.
د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په یادو ولسوالیو کې د سلګونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخنیوی شوی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت