د څارویو خوندیتوب په پار هڅې؛ ننګرهار کې زرګونه څاروي واکسنیېږي
۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
۲۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ امر داکتر محمد ضمیر بهسودې په چپرهار او خوږیانو ولسوالیو کې دانترو توکسیمیا د واکسینونو د تطبیق له چارو څارنه وکړه.
داکتر بهسودي وایي په ننګرهار کې د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټي له لورې په لسو ولسوالیو کې ۴۶ زره او ۷۵۰ وړو شخوند وهوونکو څارویو ته د انتروتوکسیمیا واکسینونو د تطبیق چارې روانې دي.
هغي وویل یاد واکسینونه په وړو څارویو کې د ناروغیو مخنیوي او د څارویو لرونکو اقتصادي ستونزو د حل په موخه پلي کېږي.
دغه راز بهسودې مالدارانو ته د واکسینونو پر ازرښت، اقتصادي ګټو او ګڼو نورو برخو کې عامه پوهاوي ورکړ او همدارنګه د وترنري سیمه ییزو واحدونو مسولینو ته د واکسینونو د کولډ چاین او واکسینونو د ښه تطبیق سپارښتنې وکړې.
وړاندې تردې هم د هالینډ کمیټې له لورې دننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې زرګونه څارویو ته د انتروتوکسیمیا واکسینونه تطبیق کړي؛ او په راتلوونکي کې به هم یاد واکسینونه تطبیق شي.