دکندهار دکرنې رییس: دخپل سرو تصرفاتو مخه ونیسئ

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۷
دکندهار دکرنې رییس: دخپل سرو تصرفاتو مخه ونیسئ

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي فضل الباري فضلي د کندهار دکرنې ریاست د ولسوالیو مدیرانو ته سپارښتنه کړې، چې ددې ولایت په ټولو ولسوالیو کې دې د خپل سرو تصرفاتو مخنیوی وکړي.
د کندهار دکرنې رییس او ددې ولایت د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې مشر الحاج مولوی فضل الباري فضلي وویل، چې د کندهار ولایت ټول امارتي غصب شوي ځمکې به له غاصبینو را وګرځول شي او هیچاته به د خپل سرو تصرفاتو او ځمکې د غصب اجازه ور نکړل شي.
په همدې حال کې د کندهار ولایت د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي وایي، چې ددې کمېټې د کار له پیل څخه تر دې دمه د کندهار په ولایت کې ۶۰ زره جریبه ځمکه له غاصبینو راګرځول شو دي او دغه لړۍ روانه ده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت