د هلمند سنګین کې زرګونو بزګرانو ته د زده کړو لړۍ پیل شو
١٠ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
١٨ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او دجک مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت سنګین ولسوالی کې نږدې ٣٠٨٦ تنو بزګرو ته د اصلاح شویو غنمو د کروندو د ښې روزنې په اړه زده کړې ورکول کېږي.
د دې زده کړو په لړ کې یادو بزګرانو ته د نوې او پرمختللې کرکېلې لارې چارې، د غنمو کروندو ته د اړتیا وړ اوبو او کیمیاوي سرو ورکؤنې، د نباتي ناروغیو مخنیوی، د بې ګټې وښو له منځه وړلو او حاصلاتو راټولولو په اړه د مسلکي کارکؤنکو لخوا پوهاوی ورکول کېږی.
دیادولو وړ ده، چې دغه زده کړې هغو بزګرانو ته ورکول کیږي چې څه موده وړاندې ورته د جک مؤسسې لخوا د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړل شوي دي.