د هلمند واشېر کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۱۱:۳۶
د هلمند واشېر کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

٩ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
١٧ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق 
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی د کمپاین په دوام، ددې ولایت واشېر ولسوالی  کې په امارتي ځمکو کې د نوو خپلسرو تصرفاتو مخه ونیول شوه.
د هلمند دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې ولایت د واشېر ولسوالی په لر او مچرابې سیمو کې د اړونده امنیتي چارواکو په همکارۍ د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه.
د یادونې وړ ده، چې د هلمند ولایت واشېر ولسوالی کې تر دې وړاندې هم د امارتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې ده، چې دغه پروسه به په ټولو سیمو کې د اړونده مسؤلینو سره په بشپړه همغږۍ په دوامداره توګه ادامه ولري.
باید وویل شي، چې هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې د میکانیزه کولو په پار دکرنې وزارت د کرنیزې میکانیزې ریاست هلې ځلې

۱۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې میکانیزې ریاست په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په کچه د کرنیزو ماشيني خدمتونو د پیاوړتیا، بیا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د میدان وردګو نرخ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۱۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت دنرخې په ولسوالی کې پر ۴۰ بزګرانو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۹
Background image

د میدان وردګو د کرنې رییس له ۲۰۰۰ مټریک ټنه سړې خونې څخه لیدنه وکړه

۱۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي خان محمد حقمل د خپل مل پلاوي په ملتیا د مرکز میدان ښار د نرخ سړک ته څېرمه د. . .

بازگشت