د هلمند ګرمسېر کې لسګونه بزګران وروزل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۱:۳۶
د هلمند ګرمسېر کې لسګونه بزګران وروزل شول

۴ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګرمسېر ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت لخوا، د جک مؤسسې په مالي همکارۍ، د هزارجفت علیاء د سیمې  ٧٣ تنه بزګرو ته دغنمو د کښتونو ښې روزنې او پالنې په موخه روزنه ورکړل شوه. 
د یاد روزنیز پروګرام له لارې دغو بزګرو ته د غنمو د کښتونو لپاره د اړتیا وړ اوبو ورکؤنې، نباتي ناروغیو مخنیوی، د بې ګټې وښو مخنیوی او بېلابېلو برخو کې هر اړخیزه معلومات ورکړل شوي دي. 
په ورته وخت کې یادو بزګرانو دغه ډول پروګرامونه موثر وبلل او په راتلونکي کې هم د یادو روزنیزو برنامو د جوړولو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت