د کرنې وزارت د جامع تدارکاتي پلان د جوړولو په موخه د مشورتي غونډه دائره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱ - ۱۳:۴۵
د کرنې وزارت د جامع تدارکاتي پلان د جوړولو په موخه د مشورتي غونډه دائره شوه

۱ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې وزارت په مالي او اداري مرستیالۍ کې د کرنې سکتور د رییسانو، سلاکارانو، انجنیرانو او متخصصینو په ګډون د جامع تدارکاتي پلان د جوړولو په موخه مشورتي غونډه دائره شوه.
دغه غونډه چې د کرنې وزارت د تهیې او تدارکاتو رییس مولوي عبدالغفور بخاري په مشرۍ دائره شوې وه، د تهیې او تدارکاتو رییس په دې اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې  د تدارکاتي ستونزو او ننګونو د هواري په موخه ستاسو نظرونه اړین دي ترڅو د تدارکاتو په برخه کې یو بشپړ پلان تدوین شي.
ورپسې د تدارکاتو متخصصینو مخکینی جوړ شوی پلان وړاندې کړل او له ګډونوالو څخه یې د نظریاتو د شریکولو غوښتنه وکړه او حاضرینو په ځینو مواردو کې د دغه لومړني پلان د بډاینې په موخه خپل نظریات څرګند کړل.
د تدارکاتو بهیر یو له هغو عواملو څخه دی، چې د کرنې وزارت د هغو پروژو چې معمولاً موسمي وي، د پلي کیدو بهیر ورو کوي.

جلسه نظرخواهی جهت تدوین پلان تدارکاتی جامع در وزارت زراعت دایر شد
۱ دلو ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه نظرخوانی جهت تدوین پلان تدارکاتی جامع در تالار معینیت مالی و اداری وزارت زراعت و با اشتراک روساء، مشاوران، انجینران و متخصصان سکتور زراعت دایر گردید.
 این جلسه که  به سرپرستی مولوی عبدالغفور بخاری رئیس تهیه و تدارکات وزارت زراعت دایر گردیده بود در آن رئیس تهیه و تدارکات  پیرامون موضوع صحبت نموده اظهار داشت که برای رفع چالش‌ها و مشکلات تدارکاتی نظریات شما ضروری است تا پلان جامع و بهتر در بخش تدارکات تدوین گردد.
بعد از آن متخصصان تدارکات پلان تدوین شده قبلی را ارائه نموده و خواستار شریک سازی نظریات حاضرین گردیده که  حاضران نظریات خویش در برخی از موارد  را جهت غنی سازی این  طرح اولیه پلان ارائه شده بیان نمودند.
پروسه های تدارکاتی از عواملی به حساب می آید که باعث کندی در تطبیق پروژهای وزارت زراعت که معمولا فصلی می باشد می شود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت