پروان کې د ځمکې غصب مخنیوی کمېټې کړنې
۲۸ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
د دغو هلو ځلو په دوام د یادې کمېټې یوشمېر غړو ددې ولایت د بګرام ولسوالی د صیادو سیمې ته د سفر په ترڅ کې امارتي ځمکې تثبیت کړل.
باید وویل شي، چې د پروان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.