اروزګان کې حيواني کلینیکونه وڅارل شول
۲۸ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
د اروزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې رياست اړوند د مالدارۍ خدمتونو او څارويو روغتيا امریت مسلکي ټیم د دې ولایت مرکز ترینکوټ کې حيواني روغتیاي کلینیکونو څخه څارنه او کنټرول ترسره کړه.
د دغه کنټرول څخه موخه داده، چې د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو پلور، په خپل سر د هټيو پرانستل او د غير قانونې درمل او واکسینونو د واردولومخنیوی ووشي.
ددې څارنې په ترڅ کې د حيواني روغتیاي کلینیکونو اړوندو چارواکو ته لازمې سپارښتنې وشوې.