دهلمند ولایت بولان مرکزي قوریه کې د مېوه لرونکو نیالګیو زڼي وکرل شوې
۲۸ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د طبیعي منابعو آمریت اړوند بولان مرکزي قوریه کې د مېوه لرونکو نیالګیو زڼې کرل شوي دي.
دیادې کرنې په لړ کې د زردالو ۱۱۰کیلوګرامه زڼې په ۴ جریبه ځمکه کې د فني او مسلکي کارکوونکو لخوا روزل کېږي چې راتلونکي کې به باکیفیته اصلاح شوي نیالګي ورڅخه په لاس راشي.
دهلمند ولایت کرنې ریاست هڅه کوي، چې د هلمندي بزګرو لپاره د اصلاح شویو تخمونو د روزلو ترڅنګ د ارزښت لرونکو مېوه یي نیالګیو په اصلاح او ترویج هم کار وکړي ترڅو د بزګرو په اقتصادي وضعیت کې بهبود او نوښت رامنځته شي.